fbpx

عمر داودزی راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ځي

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي‌ محمد عمر داودزي نن په کابل کې یوې غونډه کې روان ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره د سولې کال یاد کړ، خو زیاته یې کړه چې د سولې معاهدې ته د حکومت د رسېدو لپاره په درې مسئلو شک موجود دی.

له افغانستانه د سیمې هېوادونو غوښتنه، له حکومت څخه د طالبانو غوښتنه او اهداف او هغه بیه چې د سولې لپاره باید ورکړل شي، هغه موارد دي چې داودزي د سولې معاهدې د شکونو په توګه یاد کړي دي .

داودزي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو ته اړتیا ده. نوموړي وویل چې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

نوموړي زیاته کړه وروسته به تصمیم ونیول شي چې د افغان حکومت پلاوی په دې اړه ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي‌.