fbpx

حمد الله محب د چین له سفیر سره لیدلي

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ د هېواد د ملي امنيت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي دي.

 د چین سفارت پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، سفير ليو وویل، چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي او په تاريخ کې يې د دولتي خپلواکۍ او ملي ازادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه له ګډ برخلیک سره مخ شوي او هیله یې وښوده چې د سولې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

 نوموړي زیاته کړې چين هيله لري چې افغانستان د سولې او جوړجاړي په بهير کې مثبت پرمختګونه ومومي او د چين او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې حمدالله محب وویل چين په نړۍ کې يو لوی هېواد دی او د افغانستان ښه ګاونډی هم دی.

د سرچینې په وینا افغانستان له چين سره د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان د ملي جوړجاړي او بيا رغونې په تړاو مسئلو کې د چين مهم رول ستايي او هيله لري چې له چين سره د نظريو تبادلې او همکارۍ لا پياوړې کړي.