fbpx

ارګ: نن د دوه پروژو قراردادونه لاسلیک شو

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د رادار د خپلواکو سیسټمونو د نصبولو او د هېواد په ټولو لایتونو کې د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد قرادادونه یې لاسلیک کړي دي.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې دواړو پروژو د پېرلو او لېږد قراردادونه نن د اړوند مسوولینو له لوري د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شوي دي. سرچینه کاږي، د ګبیون پروژې په پلي کولو سره به د لومړي ځل لپاره د سېلابونو د خطرونو او د ځمکې او املاکو د تلفاتو مخنیوی وشي او دا کار د اوبو د مدیریت لامل هم ګرځي.

 د رادار سیستم له برکته به ملي عواید له ۱۲ څخه ۱۵ میلیارد افغانیو ته لوړ شي، د افغانستان فضايي خپلواکي به لا پیاوړې او په فضایي حریم کې به ټولې الوتنې تر کنټرول او مدیریت لاندې راشي.