fbpx

د کابل د ټاکنو لومړنۍ پایلې به راتلونکې اوونۍ اعلان شي

ټاکنو کمیسیون وایي، د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې به د راتلونکي اوونۍ په لړ کې اعلان کړي.د یاد کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست نن وویل، د کابل د پایلو په اعلان کې به نور ځنډ نه راځي، ځکه په وینا یې یوازې ۲۰ سلنه رایې یې پاتې دي چې په سیسټم کې وراضافه شي.

 د ټاکنو کمیسیون دغه راز زیاتوي، د بغلان ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې به تر راتلونکو دریو ورځو پورې اعلان شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کمیسیون پر کمزوري مدیریت توندې نیوکې شوې دي او د ټاکنو د څار بنسټونو په ګډون ټولو ښکېلو اړخونو په یاد کمیسیون کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې یاد کمیسیون تېره اوونۍ اعلان کړی و چې روانه اوونۍ به د کابل او بغلان ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

Loading...