fbpx

د نوي کال په لومړۍ ورځ هند کې ٧٠ زره ماشومان زېږېدلي

نوي کال هند ته د ماشومانو تر ټولو لويه ډالۍ راوړه، ويل کېږي چې د نوي کال ٢٠١٩ په لومړۍ ورځ (جنوري ١) په هند کې خوا و شا اويا زره (٧٠٠٠٠) ماشومان زېږېدلي دي.

د ماشومانو نړيواله اداره (يونيسيف) په خپل يو راپور کې وايي، چې د ٢٠١٩ کال د لمر سترګې راختلو سره سم په هند کې ٦٩ زره، ٩ سوه او ٤٤ ماشومان وزېږېدل، چې دا په ټوله نړۍ کې لوړه کچه ده.

په ياد راپور کې زيات شوي دي، چې له هند وروسته په کتار کې دوهم بيا چين دى، چې زيات ماشومان پکې زېږېدلي دي. په چين کې بيا ٤٤ زره، ٩ سوه او ٤٠ ماشومان زېږېدلي دي. همدا راز په نايجيريا کې بيا ٢٥ زره، ٦ سوه او ٨٦ ماشومان زېږېدلي دي. په دغه ليسټ کې بيا څلورم يې پاکستان دى، په پاکستان کې هم ١٥ زره ١١٢ ماشومان زېږېدلي دي، ورپسې په اندونيزيا کې بيا ١٣ زره ٢ سوه او ٥٦ ماشومان زېږېدلي دي.Survey about new born babies

همدا راز په افغانستان کې بيا ٣ زره، ٢ سوه او ٢٧ (٣٢٢٧) ماشومان د ٢٠١٩ کال په لومړۍ ورځ (١ جنوري) باندې دې نړۍ ته راغلي دي او په ټوله نړۍ کې بيا د کال په لومړۍ ورځ ٣٩٥ زره او ٧٢ (٣٩٥٠٧٢) ماشومان زېږېدلي دي.

په هند کې د يونيسيف استازى ياسمين علي وايي، چې په هند کې زيات نوي زېږېدلي ماشومان د ناروغيو او د کمزوري صحت له امله مري، زيات ماشومان بيا يوه ورځ يا تر يو کال پورې ژوند کوي او بيا خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه وايي چې دا زموږ دنده ده چې په نوي کال د زېږېدلو ماشومانو د صحت او روغتيا ساتنه وکړو.

همدا راز په يوه راپور کې ويل شوي دي چې په هند کې په ٢٠١٧ کال کې يو ميليون ماشومان د زېږېدنې په ورځ مړه شوي دي او دوه نيم ميليونه ماشومان بيا په يوه مياشت کې دننه مړه شوي دي.