fbpx

عامر خان: په ٢٠١٩ کې د خپل ژوند تر ټولو ښه فلم جوړوم

د هند فلمونو نوموتي ستوري عامر خان په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى فلم (ټهګز آف هندوستان) فلم کتونکو هغه هومره خوښ نه کړ، لکه څومره هيلې چې ترې عامر خان درلودې، خو عامر خان وايي چې په ٢٠١٩ کال کې به د خپل ژوند تر ټولو ښه فلم جوړ کړي.

عامر خان په خپل انسټاګرام خپلو مينه والو ته د نوي کال د مبارکۍ تر څنګ دا هم وويل، چې په دې کال کې به څه څه کوي. هغه وويل چې په نوي کال کې به خپل ژوند يو ځل بيا له سره منظم کړي او په ٢٠١٨ کال کې چې يې کومې تېروتنې کړي دي، له هغې څخه به زده کړه وکړي او د بيا تکرار مخه به يې ونيسي.

عامر خان خپلو مينه والو ته وويل، چې په دې کال کې به د خپل ژوند تر ټولو ښه فلم جوړ کړي. هغه زياتوي چې په دې کال کې به د نوې زده کړې هڅه وکړي او د خپلې مور، ماشومانو او مېرمن سره به د زيات وخت تېرولو هڅه کوي.

ياده دې وي چې تېر کال (٢٠١٨) کې د عامر خان فلم (ټهګز آف هندوستان) چې زيات مصرف پرې شوى و، له ناکامۍ سره مخ شو، په دغه فلم کې له عامر خان سره اميتاب بچن، کترينه کېف او فاطمه ثنا شېخ هم کار کړى و.

عامر خان د هندي سينما هغه ستورى دى، چې په ډېرو لږو فلمونو کې کار کوي او هر فلم يې بيا د پخوانيو فلمونو ريکارډونه ماتوي، د هغه د فلم کيسه تر ټولو بدله او د هغه اداکاري تر ټولو خوندوره وي، خو په وروستي فلم کې نوموړى تېروتى و، چې بيا يې له مينه والو بخښنه هم غوښتې وه.