fbpx

غني اسلام آباد ته د استازي پر لاس پيغام استوي

د سولي عالي شورا لپاره د ولسمشر اشرف غني استازی راتلونکي اونی پاکستان ته ځي.

عمر داود زوی چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال پر کلیدي پوستونو کار کړی د کلونو لپاره د حامد کرزی د دفتر ریس پاتی شوی وو.

داودزي منلي چې له ایران سره نږدې اړیکي لري او د خپلي واکمني پر وخت یي په کڅوړو کې له تهران څخه حامد کرزي د دفتر د لګښتونو لپاره ډالر راوړي دي.

اوس  داوودزي  کابل کې د مدنې ټولنو له استازو سره ناسته کې خبرې کولې وویل لومړی سفر به یې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته وي او وروسته به ایران ته د سفر لپاره هوکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې درې ناڅرګند اړخونه شته چې باید روښانه شي.

عمر داوودزي څرګنده کړه چې لومړۍ ناڅرګند اړخ دا دی چې نه ده روښانه چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډې هېوادونه څه غواړي، د ده په وینا چې دا هېوادونه خپلې ګټې لټوي او خلکو ته زیان رسوي.

ده دوهم ناڅرګند اړخ د طالبانو نا څرګندې غوښتنې وبللې او زیاته یې کړه چې تر اوسه نه ده څرګنده چې طالبان څه غواړي، ایا دوی اسلامي امارات غواړي او که یا هم غواړي چې د اوسني نظام یوه برخه وي؟

د سولې سیمه‎ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس په اند دریم ناڅرګند اړخ هم دا دی چې له طالبانو سره هوکړې ته د رسېدو په موخه باید کومه بیه پرې شي  او په همدې موخه یې له خلکو سره ناندرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د افغان سولې په موخه قطر ته تللی او په دې اړه یې له قطري چارواکو سره خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي وو چې قریشي د قطر له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې د بهیر، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر بنسټ پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل، تهران، بیجېنګ او مسکو ته سفر کړی و.

میرویس جلالزی