fbpx

د لکونو افغانانو له احتمالي تیښتي د ګاونډیانو اندیښنه

 

د افغانستان ګاونډیان اندیښنه لري چې که چیرته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي نو امکان لري چې په لکونو افغانان یو ځل په یو واري خپل ټاټوبی د کورنۍ جګړې له ویرې پریږدي.

دغه خبرداری له دیپلوماتانو په نکل ورکړل شوی دی.

د ګاونډي ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان دیپلوماتانو په کابل کې له امریکايي چارواکو سره په دغه مسله خبري کړي او اندیښنه یي ښولي چې دوي به د تیرو کلونو په څير خپلي پولي د افغانانو اوښتلو ته خلاصي پرینږدي ځکه سر له اوسه دوي پولي ټینګوي او خپل تدابیر به ډير شدید کړي.

یوه عالي رتبه بهرني دیپلومات په کابل کې ویلي که څه هم د امریکايي ځواکونو د وتلو نیټه تر اوسه نه ده مشخصه شوي خو کیدای شي حالات له بد څخه په ډیره بیړۍ په ډیرو بدو بدل شي او خلک له افغانستان څخه تیښتي ته اړ شي.

د سپیني ماڼۍ یوه ویاند تیره اونۍ وویل چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه  تر اوسه پوري د سرتیرو د وتلو دستور نه دی ورکړی خو دا راپور یي هم  رد نه کړ چې ګواکي امریکا په افغانستان کې د سرتیرو د وتلو برنامه نه لري.

اوس وخت په مور وطن کې یوازي څورلس زره امریکايي لښکري ځای پر ځای دي.

په تیره یوه میاشت کې د افغانستان د مخالفو طالبانو او نړیوالو قدرتونو تر منځ څو ځله له ملکه دباندی خبري شوي خو تر اوسه پوري پکې کوټلی پرختګ نه دی شوی.

د کړکیچ د نړیوال سازمان یوه سلاکار ګریمس سمیټ په کابل کې ویلي، دا ویره شته چې که چیرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي نو امکان لري نوي کورنۍ جګړه پیل شي په داسي حال کې چې دوو امریکاي عالي رتبه جنرالانو ویلي ۲۰۱۹ کال به دغلته یو دلچسپ کال وي.

ویل کیږي پاکستان له افغانستان سره د پرتې کرښي ( ډیورنډ لاین) پر سر نږدې ۵۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي چې د کرښي هغې لوري ته د کډوالو افغانانو د ورتګ مخه ونیسي.

یوه پاکستاني عالي رتبه مامور رویټرز آژانس ته ویلي چې دوی به دا ځل افغانان پرینږدي چې پاکستان خاوره د ناقانونه کورونو په توګه وکاروي او مخه به یي ونیول شي.

د کډوالو نړیواله اداره اټکل کوي چې نږدې یو نیم ملیون افغانان اوس مهال په غیر قانوني توګه په پاکستان اونږدې یو اعشاریه دوه ملیونه نور په ایران کې ژوند کوي.

یوه ایراني دیپلومات ویلي چې له کابل سره د کډوالو د یوه لوی احتمالي موج د مخ نیوي پر لارو چارو لا له اوسه خبري کوي او دوي هڅه کوي له اوسه د هغوي پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي په تدابیرو کار وکړي.

ویل کیږي چې ډيری افغانان هغو ملکونو څخه هم د تیښتي د دهلیز په توګه کار اخلي چې له دغه هیواد سره پولي نه لري.

په کابل کې د ترکيي د سفارت دوهم سکرتر اوزګور ساک وایي: مونږ د افغانانو پر مخ خپلي دروازي نه دي تړلي خو تاسو پوهیږي چې غیر قانوني کډوالي زور اخیستي.

نوموړی وايي د ترکيي ځواکونو تیر کال ۹۰۰۰۰ افغانان په نښه کړي چې په غیر قانوني توګه ترکيي ته اوړي په داسي حال کې چې دغه شمیره په ۲۰۱۸ کال کې نیمايي دومره وه.

د سید روف سادات په نامه یوه افغان چې په هرات کې د پوهنتون زدکونکی دی  ویلي که چیرته طالبان راشي او یا هم بهرني ځواکونه دغه ملک څخه ووزي نور نو هیڅ هیله نه پاتي کیږي او دوي له تیښتي پرته بله لاره نه ویني.

میرویس جلالزی