fbpx

اسدالله خالد له حمدالله محب سره د اوربند په اړه خبرې وکړې

د راپورونو له مخې د ملي امنیت سلاکار او د دفاع سرپرست وزیر له طالبانو سره د  احتمالي اوربند لپاره پر تیاریو خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې د یادې شورا سلاکار حمدالله محب او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد له طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په نتیجه کې پر څو میاشتني اوربند سلا وشي.
سرچینه لیکي، له امنیتي ځواکونو څخه غوښتل شوي چې د دښمن د تعقیب او ځپلو لپاره په پوره همږغۍ او همکارۍ عملیاتو ته دوام ورکړي څو هغوی د افغانانو حقه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
داحتمالي اوربند په اړه په داسې حال کې امنتي چارواکې خبرې کوي چې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د سلګونو طالبانو او د هغوی د قوماندانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له مخامخ خبرو پرته به بې ثباتۍ او معاملو ته لار هواره شي. یاده جرګه وایي، طالبان باید له افغان حکومت سره له قید او شرط پرته په مستقله توګه د سولې خبرو ته کېني.
اعلامیه کې له ټولو ګاونډیو او نورو ښکېلو لوریو غوښتنه شوې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
Loading...