fbpx

لوګر کې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لښګت د اوبو یو کانال جوړ شو

په لوګر کې د ولسي تړون پروګرام دغه ولایت کې د بابوس د ویالې په نامه د اوبو د یوه ستر کانال د جوړولو چارې بشپړې کړي، چې ۴۴ مېلیونه افغانۍ لښګت پرې راغلی او شاوخوا ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبولی شي.
لوګر کې بزګران او عام خلک د بابوس د ویالې جوړېدل د اوبو د ضاېع کېدو په مخنیوي کې ډېره مهمه بولي او وایي، چې د یادې ویالې په جوړېدو به د برکي برک ولسوالۍ او بابوس سیمې زرګونه جریبه ځمکې ته په خپل وخت اوبه ورسېږي.
په همدې حال کې د لوګر د کلیو پراختیا او ولسي تړون پروګرام ادارې وایي دا مهال دغه ولایت کې د ۴۱ نورو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي چې نیږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.
په اوس وخت کې د اوبو لپاره د معیاري کانالونو جوړولو ته خلک ځکه ډېر ارزښت ورکوي چې اوس مهال د هېواد په ډېری سیمو کې وچکالۍ ډېری کرنیزې ځمکې د اوبو د نشتون له جدي ګواښ سره مخې کړي دي.