fbpx

له سوریې به امریکايي سرتېری په بیړه نه باسي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ده کله هم له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره څلور میاشتنی مهالویش نه‌ دی ټاکلی.

ټرمپ چې سپینه ماڼۍ کې د کابینې د غونډې ته خبرې کولې وویل، چې له سوریې به امریکايي سرتېری په بیړه نه باسي.

هغه زیاته کړې امریکا به خپل ځواکونه په یوه زماني مدت کې له سوریې بهر کړي، خو کله چې دا پوځیان وځي هلته به د خپلو ملاتړیو کُردي وسله‌والو حمایت وکړي.

د رویټرز اژانس وايي، ټرمپ تېره میاشت پرته له دې چې له خپلو امنیتي سلاکارانو سره سلا مشوره وکړي، د کانګرس غړي وغږوي او د داعش پر ضد په ائتلاف کې له راټول شویو متحدانو سره مشوره وکړي، اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به له سوریې بهر کړي.

د ولسمشر ټرمپ د دې پریکړې له امله د ده دفاع وزیر جېمز مټیس له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.