fbpx

غني: پرانېستې دولتداري دې پر ملي پروسه بدله شي

په ارګ کې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پرانېستې دولتدارۍ د نوښتونو په اړه غونډه جوړه شوه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني عونډې ته د خبرو پرمهال وویل، د پرانېستې دولتدارۍ شپږ کلنې ستراتېژۍ جوړول یوه اړتیا ده.
ولسمشر غني لارښونه وکړه  د پرانېستي قانون جوړولو، پرانېستې بودجې، پرانېستې پلټنې/ارزونې، پرانېستي قرارداد او پرانېستو اطلاعاتو په اړه دې د مالیې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د جمهوري ریاست مالي مشاوریت، ملي تدارکاتو ادارې او د جمهوري ریاست ویاند دفتر سره خبرې وشي، ترڅو په یادو بنسټونو کې پرانېستې دولتداري تطبیق شي.
خبرپانه لیکي غني د دې په څرګندولو سره چې پرانېستې دولتداري دې پر یوه ملي پروسه بدله شي وویل، ښاروالۍ او د ولسي تړون برنامې د پرانېستې دولتدارۍ غوره بېلګې بلل کېدای شي.
  ښاغلي غني زیاته وکړه چې د ملي یووالي حکومت د پرانېستې دولتدارۍ په برخه کې ګامونه اخېستې چې د تدارکاتو برېښنایي کېدل او د بودجې تدوین یې د بېلګې په ډول یادولای شو.