fbpx

د طالبانو په مرسته باغران کې یو ښوونځی پرانېستل شو

د هلمند ولایت په  باغران ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د وساله والو طالبانو په مرسته یو ښونځی پرانیستل شوی دی.
چارواکي وايي چې دا ښوونځی د قومي مشرانو او طالبانو په سلا مشوره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» خلاص شو.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد جرمني اژانس ته ویلي دي چې دا د دوی تګلاره ده چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره د بندو ښوونځیو په پرانېستلو کې مرسته وکړي.
د یاد ولایت  د ښوونې او روزنې د مسوول داوود صفري په وینا خبر ورکوي چې په‌دې مکتب کې دوه سوه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره ده.
یاده دې وي چې باغران ولسوالۍ چې شاوخوا یو لک او شپږ زره نفوس لري د هلمند یوه خواره او لېرې پرته ولسوالۍ ده چې بشپړ کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی.