fbpx

روسیه، پاکستان او هند دې په افغان جګړه کې زیات ښکېل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د امریکا پر ځای دې روسیه، پاکستان او هند په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.

د کابینې غونډې ته خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې افغانستان ته نېږدې د سیمې هېوادونه باید زیاته ونډه واخلي.

نوموړي وویل روسیه هلته ده، روسیه لمړی شوروي اتحاد و، افغانستان ترینه روسیه جوړه کړه. روسیه د افغانستان جګړې دیوالي کړه، هند هلته دی، پاکستان هلته شته، دوي باید هلته (افغانستان) کې وجنګیږي، روسیه باید هلته وجنګیږي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه وویل  موږ د طالبانو سره او د نورو ډیرو کسانو سره خبرې کوو.»

هغه په افغانستان کې روانه جګړه بریالۍ ونه‌ بلله او ویې ویل چې که څه هم د جنرالانو غوښتنې یې منلي، په میلیونونو ډالر یې ورکړي، خو په جګړه کې پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

نوموړي د افغانستان د جګړې د مدیریت په اړه د امریکا د پخواني‌ دفاع وزیر، جم متیس، له کړنو په ناخوښۍ زیاته کړه هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله،هغه زما لپاره څه وکړه؟ هغه په افغانستان کې څه وکړه؟ ډیر ښه نه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز و ویل چې طالبان او داعش باید پریښودل شي چې خپل تر منځ وجنګیږي.

که څه هم ټرمپ د افغانستان جګړه بریالۍ ونه بلله خو له افغانستان یې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه هم څه ونه ویل.

Loading...