fbpx

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې نن د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنه پیل شوه.
د باد کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم‌ لیکنې پروسه نن رسماً پیل شوې، خو تر اوسه کوم کاندید د نوم‌لیکنې لپاره دغه کمیسیون ته مراجعه نه ده کړې.
د نوموړي په خبره چې تر اوسه لسګونو کسانو له دغه کمیسیون څخه د جمهوري ریاست د کاندیدانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي دي.
 سادات  زیاته وي تراوسه پورې ۷۳ کسانو معلوماتي بستې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه ترلاسه کړي دي او د جدي له اول تر دولسمې نیټې پورې موږ وخت د معلوماتي بستو ویشلو ته ځانګړی کړی وو .
د معلوماتو په اساس د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه د مرغومي میاشتې تر پایه دوام کوي.