fbpx

بغلان کې ۸ پوليس وژل شوي

 په بغلان کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا ريیس صفدر محسني رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د بغلان او سمنګان ولایتونو تر منځ سفر بخیر په نوم امنيتي پوستې باندې برید کړی.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته  پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
محسني وویل چې همدې سیمې ته څېرمه د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو هم له دوو ساعتونو جګړې وروسته د مهماتو د کمښت له امله د حوزې ودانۍ پرېیښې وه، خو نن سهار یې بېرته نیولې ده.
محسني په دې جګړه کې د درېيو وسله والو طالبانو د ټپي کېدو هم یادونه کوي او زیاتوي چې طالبانو د درېیمې امنیتي پوستې مهمات او یو شمېر وسلې هم له ځان سره وړي دي.
دى د امنیتي ادارو پر مسوولینو نیوکه کوي چې په وروستیو کې سرتېرو ته په تجهیزاتو رسولو کې پاتې راغلي؛ ځکه یې مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
بلخوا په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

نښته تېره شپه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دغه څو ساعته نښته کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.