fbpx

د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال لسګونه وسله وال وژل شوي

په یوشمېر ولایتونو کې  افغان او ائتلاف ځواکونو د عملیاتو  په پایله کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د راپورونو په اساس د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي قوماندان په ګډون ۵ وسله وال وژل شوي.
د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې ائتلاف ځواکونو په څلورو هوایي بریدونو کې ۹ طالب جنګیالي وژلي دي.
دغه راز په پکتیکا کې د ناټو ځواکو په هوایي برید کې ۳ وسله وال وژل شوي او دوه عرادي موټرونه یې ویجاړ شوي.
په ورته وخت مې د هرات ولایت په شینډنډ کې د ائتلاف ځواکونو له لوري د شوو بریدونو په پایله کې ۴ وسله وال وژل شوي او یو موټرسایکل یې لمنځه وړل شوی دی.
یاده دې وي چې د افغان او ناټو ځواکونو عملیاتو د طالبانو پر وړاندې په داسې حال کې زور اخیستی دی چې له نږدې دریو میاشتو راهیسي د طالبانو د سیاسي مرکچې استازي او امریکایانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې اترې پیل شوې دي.