fbpx

پکتیاوال له ولسمشر نه د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کوي

پکتیاوالو دېوې لويې غونډې په ترڅ کې پریکړه وکړه، که ولسمشر محمد اشرف غني ورسره کړې ژمنې پوره نکړي ، نو په راتلونکو ټاکنو کې به رایه ورنکړي .
پدې اړوند په جوړه شوې غونډه کې ددې ولایت قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو ګډون درولود.
د غونډې ګډونوالو وویل، چې له پکتیاوالو سره د کاغذ پرمخ ۱۲ ژمنې په لیکلي ډول لاسلیک شوې دي، خو تر دمه پورې د ېوې هم عملي چاري ندي پېل شوې .
قومي مخور حاجي ظاهر اوریاخېل وايي، چې د ولسمشر غني ادارې یوازې دوی په بېلا بیلو ژمنو سره تېر باسلي او اوس د تېر ایستلو وخت تېر شوی او پکتیاوال نور په خاص وعدو نه تېر ووځي .
د غونډې یو بل تن ګډونوال او قومي مخور حنیف احمدزي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې که د ملي حکومت اوسنۍ اداره ورسره کړې ژمنې عملي نکړي، نو دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني پرځای بل کس د ځان لپاره غوره او رایه به ورکړي .
د غونډې ګډونوالو په شریکه پریکړه وکړه، که د ولسمشر محمد اشرف غني ادارې ورسره کړې ژمنې عملي نکړې، نو دوی به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورنکړي .
یاده دي وي چې ولسمشر محمد اشرف غني  له ۱۲ لوی ژمنو څخه د مچلغو بند، حلقوي سړک، حوزوي روغتون ، زرمت ګردېز سړک،  صنعتي پارک دا او دې ته ورته هغه لويې ژمنې وې، چې له پکتیا والو سره يې کړې وې، خو تردمه پورې يې د عملي چارو کوم څرک نه لیدل کيږي.