fbpx

د افغان دولت عواید‍ سږ کال ۱۸۹میلیارده افغانیو ته رسېدلي دي

په ١٣٩٧ مالي کال کې د افغان دولت عواید ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلي چې دا اندازه د تېر کال په پرتله ۲۰ میلیارده افغانۍ او د ټاکلې موخې په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د مالیې وزارت ویاند شمعرېزخان مسجدي وویل، دغه عایدات د ځینو پروسېجرونو د اسانه کېدو، له فساد سره د مبارزې او د عایداتو د راټولولو د برخو د الکترونکي کېدو له امله زیات شوي دي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ ڼېټه پیلېږي. د مالیې وزارت ویاند وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په روان مالي کال کې د تېر کال په پرتله ډېر عایدات ولري خو تر اوسه دې عایداتو ته موخه نه ده ټاکل شوې، ځکه دغه موضوع تر ارزونې او تحلیل لاندې ده.

د تېر مالي کال عایدات په داسې حال کې ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلي چې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې طرحه کې ۲۷۵ میلیارده عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجه شامله ده چې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ یې په داخلي او پاتې بودیجه د بهرنیو ملاتړ کوونکو له لارې تمویلېږي