fbpx

عبدالطیف پدرام نن ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته په رسمي ډول کاندید کړ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوم‌لیکنه نن رسماً پیل کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایۍ عبدالطیف پدرام لومړنی کس و چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د کاندید په توګه ‌یې نوم ‌لیکنه وکړه. د پدرام لومړی مرستیال احسان‌الله حیدري او دوهم‌ یې محمد صادق وردګ دی.

مخکې تر دې محمد حکیم تورسن هم د نوم‌ذ ذلیکنې لپاره کمېسیون ته ورغلی، خو د دوهم مرستیال د نه‌ حاضرېدو له امله ‌یې نوم ‌لیکنه وځنډېده

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو نوم‌لیکنه به د جدي د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سرطان د میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مشر، یوسف رشید نن وویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا بهیر له وخته مخکې پیل او هدف‌یې د انتقادونو مخنیوی دی

په همدې حال کې، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت په نوم سیاسي حزب رد کړه چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار په انتخاباتي ټیم کې شامل شي.

د دې حزب ویاند عباس اګاه نن په یوه بیان کې ویلي چې محمد محقق به د وحدت اسلامي حزب له لوري په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ثبتوي.