fbpx

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ بې درکه شوی دی

دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، په سیول کې خبریالانو ته ورکړ

هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي.

کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نوومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بې درکه دي.

د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې په روم کې د شمالي کوریا سرپرست سفیر په یوه غربي هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.

شمالي کوریا په‌دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی