fbpx

پاکستاني او ترکي چارواکي د افغان سولې په تړاو خبرې کوي

د امریکا له ‌خوا د افغانستان سولې لپاره د هڅو له پیلېدو سره اوس د سیمې د ډېرو هېوادونو د چارواکو د سفرونو پر مهال د افغان سولې روان بهیر د بحث یوه مهمه اجنډا ګرځېدلي.

په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستاني مقامات نن او سبا له ترکي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په روان بهیر او د سیمې په وضعیت خبرې کوي.

ترکیې ته له روانېدو مخکې ښاغلي قریشي په اسلام ا‌باد کې له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغان سولې په برخه کې د ترکيې نظریات تر ډېره مثبت او له پاکستان سره همغږي دي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد د کابیني ځيني نور وزیران نن په دوه ورځني سفر ترکيې ته ورسېدل