fbpx

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب هند ته ولاړ

د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د ملي امنیت سلاکار په رسمي بلنه دغه هېواد ته د دوه اړخیزو همکاریو، د سولې پروسې او د امنیت په برخه کې د همکاریو اړوند د خبرو لپاره لاړ او ممکن د یوې یا دوه ورځو په ترڅ کې په‌ دې اړه خبرې وشي.

هند افغانستان ته له ژمنو هېوادونو بلل کېږي چې له کلونو را په‌دې خوا له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخه کې همکاري لري
د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ جوړولو مالي مرسته او په هرات کې د سلما بند جوړول او همدا شان په پوځي برخه کې د څو هلیکوپټرو ورکړه، د هند له مهمو مرستو ګڼل کېږي.

سره له دې چې ځیني وخت د کابل او نوې ډهلي اړیکې د اسلام‌اباد د غصې راپارېدو لامل شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال له هند نه په افغانستان کې په پوځي او اقتصادي برخه کې د مرستې او همکاریو غوښتنه کړې وه.

همدا شان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د ترهګرو په وړاندې هند، روسیه او پاکستان وجنګېږي نه امریکا.