fbpx

د کندوز خلک : خپلسري وسلوال دې نور ونیول شي او مجازات دې شي

نن د کندز مرکز او ولسوالیو خلکو ولایت مقام ته مراجعه کړې او له دولته یې غوښتي چې خپلسري وسلوال دې ونیول شي او مجازات دې ورکړل شي  د دوئ پر وینا په دې وروستیو کې یو شمېر خپلسري وسلوال قومندانان نیول شوي دې خلکو ویلې مونږ  نظام او ملي امنیتي ځواکونه ستایو چې د خپلسري وسلوالو پر وړاندې ولاړدي .

دوئ وایې غله ، د وسلوالو قومندانان ، وران کارې ډلې او اختتافچیان نیول شوي باید مجازات شي د کندوز ولسونو د یو شمېر اشخاصو نومونه یاد کړي چې باید مجازات شي د متینک،  قومندان نویدک او فدا یې په شمول د دې ټولو نیول شویو خپلسري وسلوال چې د انسان وژنو،  اختطافونو غلاو او ګڼ شمېر نورو جرمونو کې ککړ دي په قضایې ارګانونه غږ کوي چې باید دا کسان مجازات شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې د بېلا بېلو عملیاتو وروسته  ۴۲ تنه خپلسري وسلوال د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.