fbpx

کندوز د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې

1.      ۲۰۱۸ کال د کندوز لپاره د امنیت، غوره حکومتولۍ او ټولنیز ژوند ښه والي په برخو کې د نورو په پرتله بېساری او له ګڼو لاسته راوړنو ډک ؤ، امنیتي ننګونې وې،ولې په دغه کال کې د مثبت بدلون ،ولسي ژوند ښه والي او پرمختګ په ډګرونو کې اساسي ګامونه پورته شول او کندوز یو ځل بیا د مرکزي  حکومت او نړیوالې ټولنې دپاملرنې په مرکز بدل شو اوپه چارو کې ولسي مشارکت ته ځانګړې توجه وشوه.

2.      په دغه کال کې د کابینې د ۳ وزیرانو په شمول د ۱۸ وزارتونو لوړ پوړي پلاوي،د دوستو هېوادونو یوشمېرسفیران،د ناټو قوماندانان او د ملګرو ملتونو لوړرتبه مامورین دغه ولایت ته راغلل.

3.      د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې  له ۳۰ زیاتې کورنۍ او بهرنې موسسې چې له کندوز دسقوط پرمهال وتلې وې بیرته دغه ولایت ته راغلې او عملاً يې د روغتیا، پوهنې، کرنې، زیربنا او ټولنیز ژوند ښه والي په برخو کې کارونه پيل کړل.

4.      په ۲۰۱۸ کال کې دکندوز په مرکز او ولسوالیو کې د څه باندې  دوه ملیارده، شپږ سوه او ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولګټې پروژې چې دپاکو اوبو رسولو  او برښنا شبکې، د ښوونځیو  او روغتونونو ودانۍ،  سرکونه، سربندونه، استنادي دیوالونه او ګڼې نورې پکې شاملې وې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

5.      د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۶ زره کورنیو ته دبرښنا دپراختیا پروژه پرانیستل شوه.

6.      د لاسته راوړنو په ډک دغه کال کې د الچین پُل  او دبې پولې ډاکټرانو د ۵۰ بستریز روغتون دجوړیدو کارونه  پيل شول، چې  الچین پُل به همدې ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

7.      ۲۰۱۸ کال د خیر ښېګڼې له پلوه هم خورا ښه ؤ،  په دغه کال کې په ۲۰ زره وچکالۍ ځپلو کورنیو د کندوز په مرکز او و لسوالیو کې څه باندې ۳ زره مترک  ټن غنم وویشل شول او ترڅنګ يې په څه باندې ۳۰ زره بې وزلو، طبعي پېښو ځلو،اړمنو او زیانمنو کورنیو  د خوراکي او غیر خوراکي توکیو ترڅنګ نغدي مرستې وویشل شوې.

8.      په ۲۰۱۸ کال کې د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د خان اباد داوبو او برښنا بند،د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان  کانال او د څه باندې ۱۸۱ میلیونه  افغانیو په ارزښت د امو سیند د تحکیماتو د ۱۱ پروژو  قرار دادونه لاسلیک شول.

9.      د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د درې مهمو قوماندانانو په  شمول شاوخوا ۳۰ خپلسرې وسلوال دستګیر او د قانون منګولو ته وسپارل شول.

10.  په ۲۰۱۸ کال کې دخپلسرو وسلوالو دنیولو ترڅنګ دسیمو د تصفيې او دډاډمن امن دټینګښت په موخه  پرلپسې په مرکز او ولسوالیو کې پوځې چاڼیز او تعرضي عملیاتونه ترسره شول،د دښمن ګڼ جنګیالي او دسر سړي ووژل شول او هم په دغه کال کې د غلو او اختطافچیانو یوشمېر ډلې ونیول شوې.

11.  د ۲۰۱۸ کال په اوږود کې د کندوز دمرکز او ولسوالیو دټولو ښوونکو دمعاشاتو پروسه بانکې شوه  او دکار ټولنیزو ،شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  اړوند دلس زرو تنو د اسنادو دبایو متریک پروسه پيل شوه.

دلته له تاسو سره د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې دشویو خدمتونو لنډ لنډیز شریک شو،دا او ګڼ نور شوي خدمتونه هغه څه دې چې دکندوز ادارې ورته شپه او ورځ یوه کړې، د کندوز رهبري ژمنه ده چې بیابیا به د کندوز لپاره دهر وزارت او هرې مرستندویه ادارې دروازه وټکوي او دکندوز دامن،پرمختګ او په دغه ولایت کې د ولسي ژوند ښه والي په برخه کې به مرستې او همکارۍ راجلب کړي.

له تاسو پتمنو ولسونو مو غوښتنه ده چې دکندوز په امن،پرمختګ او ابادۍ کې د خپلې محلي ادارې،نظام او ملي ځواکونو ملا وتړئ، دخپلو سیمو پرمختګ ته زمینې برابرې کړې او هیچاته ددې موقع ورنکړئ چې عامه نظم ګډوډ او دپرمختګونو مخه ونیسي.