fbpx

د پاکستاني ملا امام لور د پاکستان چټکه ځغاستونکې ده

په پاکستان کې د يو ملا امام لور د پاکستان تر ټولو چټکه ځغاستونکې ده. پاکستاني ملايانو زموږ په هېواد کې د نجونو د زده کړې پر ضد فتواوې ورکړي، خو په خپل هېواد کې يې بيا خپلو لوڼو ته دومره اجازه ورکړې، چې آن د ځغاستو لوبو کې هم برخه اخلي.

دا کيسه هم د پاکستان د فېصل اباد د يو ملا امام ده، دا ملا امام قاري علم خان نومېږي او لور يې صاحب اسرا نومېږي چې اوس د پاکستان تر ټولو چټکه ځغاستونکې ده.

د صاحب اسرا پلار، قاري علم خان وايي، چې هغه په خپلې لور وياړي، چې ورزش کوي او وياړونه يې پکې خپل کړي دي. هغه وايي چې د خلکو په خولو پسې نه ګرځي چې خلک څه وايي، بس په دې خوشحاله دى چې لور يې پرمختګ کوي.

صاحب اسرا وايي چې دا هم د خلکو پروا نه کوي، ځکه پلار يې ورسره په هر قدم ولاړ دى او هر ځاى کې يې ننګه کړې ده. هغه وايي چې پلار مې زما تر څنګ ولاړ دى، نور چې هر څوک هر څه وايي، خپل کار يې دى.

صاحب اسرا د ښوونځي زده کوونکې هم ده او همدا راز په ځغاسته کې يې د سرو زرو مډال هم ګټلى دى. د اسرا لوري ته د خلکو پام ډېر ځکه هم وراوړي، چې هغه د ملا لور ده، خو هغه وايي چې د هيچا پروا نه کوي.

د دغه ملا امام د لور ويډيو او انځورونو په راوتلو سره يو شمېر خلکو پرې نيوکې هم کړي دي. همدا راز ځينو افغانانو هم په ياد ملا نيوکې کړي دي او ويلي دي، چې دې ملا به هم په افغانستان کې د جنګ لپاره چندې راغونډې کړي وي او خلک به يې دلته د جنګ لپاره تيار کړي وي، خلکو ته به يې ويلي وي چې په افغانستان کې د نجونو مکتبونه وران کړي، خو په خپله يې بيا لور ته دومره اجازه ورکړې، چې په ځغاست لوبو کې هم برخه اخلي او وايي چې پرې وياړم.