fbpx

د کابل په زړه کې پراخه اورلګیدنه شوي

د کابل په زړه د مکرویانو سیمې په عبدالحق څلور لاري کې په یوه دیارلس پوړیزه ودانکې کې اور لګیدلي او د ودانۍ ډیري برخي سوځيدلي دي.

دغه ودانۍ د کابل ټاور په نامه یادیده چې د احمدیار ګروپ د تیلو ټانک او ۱۵۱ بلاک تر څنګ د ویالي پر غاړه جوړه کړای شوي وه.

د پولیسو پر حواله چې لومړی د تیلو ډک یوه ټانکر چې د ودانۍ او تیلو ټانک تر منځ په خالي سیمه کې پارک کړای شوي وو اور واخیست او وروسته نږدې ودانۍ هم ور واخیست.

په پیښه کې د ۱۲ تنو د ټپي کیدو په اړه ویل شوي خو کومي سرچیني یي تر اوسه پخلی نه دی کړی.

د دغې ودانۍ په لومړي او دوهم پوړ کې دوکانونه، هوټلونه او د مسترکود په نامه د فست فوډ یو معیاري رستورانت هم شتون درلود او په پورتنیو یولسو پوړونو کې یې شخصي کورونه ول .

ودانۍ تقریبا ټوله سوځيدلي او د اطفایي کارکونکي وتوانیدل چې د جمعې په شپه له اورلګیدني دوه ساعته وروسته یعني په یوه نیمه بجه دشپې اور مړ کړي.

د اوښتو مالي زیانونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

میرویس جلالزی