fbpx

محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز ټکټ بشپړ کړی 

یوې باوري سرچینې تایید کړه، چې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز ټکټ بشپړ کړی او ډېر ژر به د ولسمشر د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.

سرچینې وایي چې د ښاغلي اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال یې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق دي.

په ورته وخت کې د ښاغلي اتمر د دفتر ویاند تواب غورځنګ هم وایي، چې ښاغلی اتمر به ډېر ژر د ټاکنو کمېسیون کې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.

غورځنګ د اتمر د لومړي مرستیال په توګه د قانوني او دوه مرستیال په توګه د محقق د ټاکل کېدو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې د نوم لیکنې په ورځ به د اتمر مرستیالان معلوم شي.

وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګڼې ښاغلي محقق د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره جوړ جاړی کړی او د هغه د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوی.

خو د افغانستان د خلکو د یوالي ګوند ویاند عباس آګاه دغه آوازې په کلکه رد کړې او ویې ویل، ښاغلي محقق به په هغه ټیم کې وي، له کوم چې د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند ملاتړ وي.