fbpx

نهرشاهي لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی

ملي امنیت ځواکونو د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال نیولی .

ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یادو ولسوالۍ کې دوه ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ لپاره طالبانو ولسوال غیب الله د محمد هاشم زوی نیول شوی .

سرچینه زیاتوي، غیب الله د بلخ لپاره د طالب والي مولوي قدرت الله لخوا طالبانو ته جذب او وروسته د نهرشاهي د ولسوال په توګه دنده تر سره کوله.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په یوه بل عملیات کې بیا د غازي محمد د حفیظ الله زوی، چې په سیمه ییزه پولیسو کې یې دنده تر سره کوله او د طالبانو نفوذي کس و نیولی دی.

خبرپاڼه وايي، غازي محمد د طالبانو د قوماندان ملا منصور سره اړیکه کې و او غوښتل یې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو یو قوماندان د پل انګور باغ په سیمه کې ترور او پوسته طالبانو ته تسلیم کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.