fbpx

ملي امنيت ١٢ تنه د وسله والو له زندان ازاد کړل

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په لښکرګاه کې عمليات کړي دي، چې د وسله والو له زندان څخه يې ١٢ تنه ملکي وګړي ازاد کړي دي او همدا راز د وسله والو مرکزونه يې ويجاړ او ګڼ توکي يې نيولي دي.

د هلمند ولايت مقام څخه خبريال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ((تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر محبس او مهمو مرکزونو د چاپې پر مهال ۱۲ تنه ملکي وګړي ازاد کړي دي.))

په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زيات شوي، چې ((د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د دښمن مرکزونه ويجاړ او ګڼ توکي يې نيولي دي.))

د هلمند والي وياند بيا رسنيو ته وويل: ((دغه عمليات په نهر سراج سيمه کې د لښکرګاه لپاره د دښمن د تش په نوم ښاروال پر مرکز، ملا جبار مرکز او پر شجاع زندان باندې ترسره شوي.))

هغه همدا راز په خپله وينا کې زياته کړه او وې ويل چې ((د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وسلو او محبس توکي، ماينونه، کلاشينکوف او تبلغاتي ورقې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))