fbpx

د ډېر اورښت له امله د سالنګ لار وتړل شوه

د ډېرې واورې د ورېدو له امله د سالنګ لويه لاره وتړل شوه. مسوولين وايي چې لاره يې د واورې ورېدو او د سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولايتونو کې واوره او بارانونه ورېدلي دي. د کابل خلک بيا په دې ډېر خوښ دي چې واوره شوې، دوى وايي چې د واورې ورېدو سره هوا نرمه او پاکه شوه او همدا راز د يو شمېر ناروغيو مخنيوى به هم وشي.

بلخوا بيا د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، باميان، دايکنډي، اروزګان، بلخ، سمنګان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، پنجشېر او پروان ولايتونو کې د اورښت او سېلابونو د راوتو اټکل هم کړى دى.

د هوا پېژندنې ادارې مسوولينو ويلي دي چې د اورښت کچه د ٢٠ نه تر ٣٠ ملي متر پورې اټکل کېږي.

خو اوس د ډېر اورښت له امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ هم وتړل شوه، تر څو په لاره تلونکي راتلونکي مسافر له کوم مشکل سره مخ نه شي. مسوولين وايي چې د واورې د ډېر اورښت له امله يې دا پرېکړه کړې ده.

ياده دې وي چې تېر کال هم د واورې د ډېر اورښت له امله يو شمېر مسافر د سالنګ په لويه لار بند پاتې شوي و. همدا راز د اورښت له امله يو شمېر لويې لارې بندېږي، چې ډېرى ځل پکې مسافرو ته مرګ ژوبله هم اوړي.