fbpx

دا ځل ٧ افغان لوبغاړي په بنګله دېش تجارتي ليګ کې لوبېږي

د بنګله دېش تجارتي ليګ يا بنګله دېش پريمئير ليګ (BBL) سبا د جنورۍ په پنځمه نېټه پيلېږي، چې دا ځل پکې ٧ افغان لوبغاړي له بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.

د بنګله دېش تجارتي ليګ د شپږم پړاو لومړۍ لوبه به د رنګپور رايډرز او چټاګانګ وايکنګز ترمنځ په شېر بنګله لوبغالي ډهاکه کې ترسره شي او همدا راز په همدغه ورځ به بيا دوهمه لوبه کې ډهاکه ډاينامايټ او راج شاهي کنګز يو بل ته مخامخ شي.

په لومړۍ لوبه کې به محمد شهزاد او نجيب الله ځدراڼ لوبېږي او په دوهمه لوبه کې به بيا حضرت الله ځاځى او قېس احمد يو بل ته مخامخ شي.

په بنګله دېش تجارتي ليګ کې ټولې ٧ لوبډلې لوبېږي، چې پکې رنګپور رايډرز، ډهاکه ډاينامايټ، کهلنا ټايټنز، کوميلا ويکټورينز، راج شاهي کنګز، سيلهټ سکسرز او چټاګانګ وايکنز شاملې دي. په دې لوبډلو کې بيا په ٦ لوبډلو کې ٧ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

په چټاګانګ وايکنګز کې محمد شهزاد او نجيب الله ځدراڼ، په ډهاکه ډاينامايټ کې حضرت الله ځاځى، په کهلنا ټايټنز کې ظهير خان، په کوميلا ويکټورينز کې وقار سلامخېل، په راج شاهي کنګز کې قېس احمد او په سيلهټ سکسرز کې بيا ګلبدين نايب لوبېږي.

په بنګله دېش تجارتي ليګ کې مخکې هم افغان لوبغاړي لوبېدلي دي، خو دا ځل پکې محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمان نشته، ځکه چې هغوى په دغه تاريخونو کې بل ځاى بوخت دي، نو په دې ليګ کې د هغوى تشه بيا نورو افغان لوبغاړو ډکه کړې ده.