fbpx

د افغان سولې په اړه غونده جوړېږي

ټاکل شوې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د مشرانو درې اړخیزه غونده جوړه شي.

دغه څرګندونې د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې.

اردوغان له عمران خان سره ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، تمه دغه چې دغه غونډه د ترکیې د محلي ټاکنو نه وورسته وشي.

نوموړي د غونډې د جوړېدو کره نېټه د روان میلادي کال د مارچ میاشتې ۳۱ مه نېټه وښوده چې په وینا یې باور لري مثبتې پایلې به ولري.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وویل، چې هیله من دی دا غونډه د افغانستان د سولې سره چې ورته ډیره سخته اړتیا ده، مرسته وکړي.

یادوني وړ ده، چې ترکیې پخوا هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د غونډو کوربتوب کړی دی.