fbpx

کندهارکې ۲۷ وسله وال وژل شوي

دکندهار دوالي ویاند عزیز احمد عزیزی خبریال ډاټ کام ته وویل چې تېره شپه د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ناوې پر پوسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته سوې چي په پايله کې يې د امنيتي ځواکونو ۷ تنه وژل شوي او ۴ تنه زخميان دي. همدارنګه د وسلوالو مخالفينو ۱۶ تنه مړه او ۱۱ تنه زخميان دي چي په سيمه کي د وسلوالو مخالفينو څخه ۳ مړي او يو شمېر وسلې هم پاته سوي دي.
دیوبل خبر لمخي  د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي.
د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړون محمد صادق عیسی  وايي چې هوايي برید په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر مرکز تر سره شوی.
نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د کندهار په شمالي ولسوالیو کې تر جګړو وروسته په یاد مرکز کې اوسیدل.
د کندهار په ځنګ لوري هلمند ولایت کې بیا د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا ۳ وسله والو پکښې وژل شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي.