fbpx

زابل او اروزګان ولایتونو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي

ملی دفاع وزارت وايي، تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په خبره، د عملیاتو پر مهال د وسله والو څلور میله وسلې او دوې مخابرې هم د افغان ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي. طالب وسله والو تر اوسه د یادې ادعا په اړه څه نه دي ویلي
دیوبل خبر لمخي افغان ځانګړو ځواکونو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې پرمهال يې ۱۷ وسله وال وژل شوي. د عملیاتو پر مهال ۱۷ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي
. طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي