fbpx

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته راغلی

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي نن له غرمې وروسته له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نوموړي د یاد وزارت له مرستیال سره لیدلي دي او تمه ده چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره هم پر افغان سوله خبرې اترې ولري. دا کابل ته په روانه میاشت کې د عراقچي دویم سفر دی. نوموړی څو اوونۍ وړاندې هم کابل ته راغلی وو او له افغان چارواکو سره یې پر افغان سوله او ځینې نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

عراقچي په داسې حال کې کابل ته راځي چې څو ورځې وړاندې طالب استازي هم ایران ته تللي وو او له ایراني چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې اترې کړې وې.