fbpx

ولسمشر غني نن د عباس عراقچي سره پر افغان سوله خبرې وکړې

ولسمشر غني نن په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره پر افغان سوله او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزه اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستیو کتنو په اړه ولسمشر غني ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.

د سرچینې په وینا دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاري همغږۍ هم ټینګار وشو