fbpx

ولسمشرغني د پولیو د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله

افغان ولسمشر غني پر ولسي انسجام او د پولیو د لمنځه وړلو کمپاین د شېوو پر تغیر ټینګار وکړ.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د محمد اشرف غني په مشرۍ په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر د لازیاتو تدابيرو  د نیولو په موخه غونډه جوړه شوه.
په یاد غونډه د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو  پولیو څخه د پاک افغانستان په خاطر د چټکو لارو چارو په برخه کې د خپلو ارګانونو د فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
سرچنه لیکي غني په یاده ناسته کې د دې ترڅنګ چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د پولیو د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله وې ویل، د پولیو له منځه وړلو ته ځانګړې شوې منابع دې سمې مصرف شي او حکومت د پولیو لمنځه وړلو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي غني پر ولسي انسجام او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو کمپاین په زیاتوالي،  د شېوو پر بدلون او ټول شموله کېدو ټینګار وکړ.