fbpx

د بنګله دېش پریمیرلیګ پیل د محمد شهزاد لوبډلې په بریا وکړ

نن د بنګله دېش شپږم پړاو تجارتي سیالۍ د اوه لوبدلو ترمنځ پیل شوې په دې لیګ کې له افغانستان څخه اوه افغان لوبغاړي هم لوبېږي چې له ډلې محمد شهزاد محمدي ،قیس احمد، حضرت الله ځاځی ، ګلبدین نایب ، ظاهر خان ، وقار سلامخېل او نجیب الله ځدران د بېلابیلو لوبډلو لپاره سږ کال لوبېږي .

نن د لیګ په پيل لوبه کې د چیټاګانګ ویکېنګز او رنګپور رایډرز لوبډلې سره مخ شوې په دې لوبه کې د شهزاد اړوند لوبډلې چیتاګانګ په دریو ویکټو رنګپور رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه .

په لوبه کې پچه چیتاګانګ لوبډلې وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه رنګپور رایډرز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹.۳ اورونو کې د ۹۹ منډو هدف چیټاګانګ ته کېښود. رنګپور رایډرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې راوي بوپارا ۴۴ منډې تر نورو دېرې جوړې کړې .

د چیټاګانګ لپاره په توپ اچونه کې ابو جاوید دوه لوبغاړي همدارنګه فرایلېنک غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي ۴ لوبغاړي له مخې پورته کړ .

د چیټاګانګ لوبډلې د ۹۹ منډو هدف په ۱۹.۱ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ

په توپ وهنه کې د چیټاګانګ لپاره افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي ۲۷ منډې جوړې کړې همداراز مشفیق الرحیم هم ۲۵ منډې جوړې کړې.

د رنګپور رایډرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مشرفي مرتضا ۲ لوبغاړي همدا شان نظم الاسلام او شفیع الاسلام هم یو یو لوبغاړی وسوځوه.

یاده سیالي چيټاګانګ ویکېنګز لوبډلې په دریو ویکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی فرایلېنک وپېژندل شو نوموړي څلور لوبغاړي په سیالۍ کې وسوځول .

د لیګ په دویمه لوبه کې همدا مهال بل افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ډاکې لوبډلې لپاره نیمه سلیزه بشپړه کړې نوموړي د شپږو شپږیزو پر مټ ۶۴ ناسوځېدلې منډې پر ۳۴ توپونو جوړې کړي او لاهم په لوبغالي ولاړ دی .