fbpx

فراه کې ۱۱ دولتي کارکوونکي تښتول شوي دي

چارواکي وايي چې په په فراه ولایت کې وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پرځای وژلي او ۱۱ تنه نور یې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ ته تښتولي دي.
د یادې پښنې په اړه د فراه ولایت د ولایتي شورا دوو غړو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا دولتي کارکوونکي په فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې د طالبانو له خوا برمته شول.
یاده دي وي چېد دې ولسوالۍ په ډېره برخه وسله وال طالبان واک لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.