fbpx

حضرت الله ځاځي په بي پي ایل سیالیو کې بې رحمه توپ وهنه وکړه

نن د بنګله دېش شپږم پړاو بي پي ایل تجارتي سیالۍ د اوه لوبډلو ترمنځ پیل شوې د لیګ په پیل لوبه کې د شهزاد اړوند چیټاګانګ لوبډلې لومړنۍ بریا خپله کړه خو د لیګ په دویمه لوبه کې د حضرت الله ځاځي اړوند لوبډله ډاکه ډینا مېټس د راج شاهي کینګز لوبډلې پر وړاندې همدا مهال په سیالۍ بوخته ده.

په دې لوبه کې پچه راج شاهي کینګز لوبډلې وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه ډاکې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹۰ منډو هدف راج شاهي کینګر لوبډلې ته کېښود .

د ډاکه ډینا مېټس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې افغان لوبغاړي حضرت الله خاځي بې رحمه توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ۴۱ توپونو چټکې ۷۸ منډې جوړې ځاځي په خپل مټ ۷ سترې شپږیزې او څلور څلووریزې ووهلې او وسوځېد .

د راج شاهي کینګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عرفات سني دوه لوبغاړي همدارنګه افغان لوبغاړي قیس احمد ، محمد حفیض او مهدي حسن هم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ .

دا سیالي لاهم دوام لري ډاکې لوبډلې راج شاهي ته د ۱۹۰ مندو هدف په شل اورونو کې وټاکه څو شېبې وروسته به د دویم اننګز لپاره د راج شاهي لوبډله توپ وهنې ته راښکته شي .