fbpx

بلوچستان کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي چې دد بلوچستان ايالت  په ناامنه خضدار سيمه کې څلورماشومانو ته  د لاسي بم  د چاودنې  په  نتيجه کې مرګ  ژوبله اووښتې ده.
د راپورونو له مخې چې پېښه  د ولسوالۍ  په  واشک سيمه  کې هغه  مهال رامنځت شوې، کله  چې ماشومانو په  په  لاره  کې لاسي بم موندلی او په  لاسونو راخيستی خو د چاودېدو په  نتيجه کې يې درې ماشومان  ځای پرځای مړه  شوي او يو بل ژوبل شوی دی چې اوس  د خضدار په  نظامي روغ  کې تر درملنه  لاندې دی.
چاوراکي زياتوي چې ماشومانو پر لاسي بم  د ساعتېري  د توکي ګمان کړی و او په لاس کې له  اخيستو سره  سم چاودېدلی و. لېويز چارواکي  د پېښي په اړه پلټنې کوي.
خضدار د بلوچستان يوه  له  ناامه  سيمو څخه  ده، او دا له  کوټې وروسته  دوهم  لوی ښار دی.
ياده  سيمه  پخواني اعلی وزيرانو سرداراخترجان  مېنګل او نواب  ثناالله  زهري پلرني ټاټوبی دی.