fbpx

ننګرهار کې اورلګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

ننګرهار کې اور لګېد نې اور لامل سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
 چارواکي وایي په دې اړه به کره معلومات د هيئت تر ټاکل کېدو وروسته څرګند شي.
په ورته وخت کې یو سوداګر  حاجي سنګر رسنیو ته وویل چې په جلال اباد کې ټولې اطفایي خرابي که روغی وای نو یاده ستونزه دومره نه اوږدیدله، زموږ هټوالوته میلیونه زیان اوښتي .
نوموړی وایي چې د توکو هټي ترڅنګ یي د قرضداریو او معاملو اسنادونه هم ټول سوځیدلي دي .
د چارواکو په خبره چې د دي مارکیټ د سوځیدلو دقیق زیان نه دی معلوم خو اټکل کیږي چې میلیونه زیان به سوداګرو ته اوښتي وي .
د ننګرهار دو الي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې تر اوسه  د دغې مارکیټ د سوځېدو دقیق زیان نه دی مالوم؛ خو ټاکل شوی پلاوی به معلومه کړي چې څومره زیان سوداګرو ته اوښتي .
 د چارواکو په خبره چې په دغه پېښه کې د اطفايې دوه کار کوونکي برسيرن ټپيان شوي، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
یاده دي وي چې تیره ورځ  اورلګېدنې شااوخوا لس ساعته دوام وکړ، چې د چارواکو په خبره دا مارکېټ په یوه داسې ځای کې جوړ شوی، چې د اطفایې د ورتګ امکان نه و، نو ځکه خلک دومره زیانمن شوي دي.