fbpx

بېګ باش لیګ کې مجیب الرحمان د لوبې غوره لوبغاړی شو

د اسټرالیا غوره لیګ بېګ باش  یا BBL تجارتي سیالیو په لړ کې نن د مجیب الرحمان اړوند لوبډلې بریسبین هېټ په ۲۱ مه لوبه کې  پیرت سکارچرز لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

 په دې لوبه کې پچه هېټ لوبډلې وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه سکارچرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره هېټ لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې د سکرچرز لوبډلې لپاره اشتون ټورنر ۴۷ بین کروفټ ۲۴ اوکینګیر بیا ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بریسبین هېټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان په ۴ اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

بریسبین هېټ لوبډلې د ۱۳۶ منډو هدف په ځواب کې ۱۳۹ منډې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸.۲ اورونو کې جوړې کړې او سیالي یې په خپل نوم پای ته ورسوله.

د بریسبین هېټ لپاره په توپ وهنه کې براینټ ۱۱ او کریس لین ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې د سکرچرز لپاره په توپ اچونه کې کولټر نېل ۳ لوبغاړي له مخې پورته کړ خو لوبه یې وبایلله.

په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړی مجیب الرحمان د لومړي ځل لپاره غوره لوبغاړی ونومول شو او د سیالۍ په ګټلو کې ستر رول ولوبوه.

سبا د یکشنبې په ورځ په بېګ باش لیګ کې د راشد خان  اړوند لوبډله اډلایډ سټرایکرز د سیډني سېکسرز سره د سیالۍ ډګر ته وځي.