fbpx

بامیانو کې د کچالو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړیږي

په بامیان ولایت کې د اسیایي بانک په مرسته کچالو د ساتلو لپاره لسگونه زیرمتونونه (سړې خونې) جوړوي.
د یاد ولایت د کرهڼې ریاست وایي دا سړې خونې د دې بانک د ٢٥ میلیون ډالرو په مالي همکارۍ جوړیږي.
دغه مقامات وایي پدې سره به د زراعتي محصولاتو په ځانگړې توگه د کچالو د ساتلو او بازار ته په وخت عرضه کولو لپاره ددې ولایت د کروندگرو یو لړ ستونزې حل شي.
د بامیان ولایت د کرهڼې رئیس عبدالوهاب محمدي وايي چې اسیایي پرمختیایي بانک د (افغانستان) ١٢ ولایتونو کې د کرهڼې د ودې لپاره ٧٥ میلیون ډالرمرسته کړې.
نوموی زیاته وي چې ددغو مرستو شاوخوا له ٢٠ نه تر ٢٥ میلیون ډالر به یې په بامیان ولایت کې د کچالو د ساتلو د سترو او کوچنیو زیرمتونو په جوړولو ولگیږي.
په بامیان ولایت کې هر کال په سلگونو زره ټنه کچالو تولیدیږي، چې د مقاماتو په وینا د کچالو له درکه د هیواد د وگړو نیمایي اړتیاوی پوره کوي.
په ورته وخت کې یو شمیر کروندگر وایي چې د کچالو د فصل سره جوخت کله چې هغه بازار ته عرضه کوي د ایران او پاکستان کچالو هم بازار ته راځي چې دغه کار د داخلي تولیداتو د بیې د ټیټیدو سبب کیږي.
له بلې خوا په بامیان کې د کرهڼې متخصصین وایي هغه سړېخونې چې په تیرو کلونو کې د کرهڼې ریاست له لورې جوړې شوي معیاري ندي.
یاده دي وي چې سږکال په بامیان کې څه دپاسه ٣٧٠ زره ټنه کچالو تولید شوي دي چې دا د تیر کال په پرتله ٢٠ فیصده زیاتوالی ښیي.