fbpx

د پوهاند حسن کاکړ په نوم تاریخي بنسټ جوړ شو

افغان محمد اشرف غني پرون مازدیګر د کاکړ تاریخ بنسټ د پرانیستې مراسمو کې چې د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ښاغلي غني عونډې ته د وینا پر مهال وویل، د کاکړ صاحب تواضع له اخلاقي او سیاسي جرئت سره تړلې وه.
ښاغلي غني وویل “مشهور قول دی، هغه خلک چې تاریخ نه زده کوي، تاریخ تکراروي. د کاکړ بنسټ او پوهانو، خصوصا ځوانو محصلانو هدف باید دا وي چې د تاریخ د تکرارولو مخه ونیسي. د ښې آیندې د لرلو او د ترخو پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره پکار ده چې په خپل تاریخ باندې پوه شو”.
سرچینه وايي غني محمد حسن کاکړ د نوې میتودولوژي په اساس د افغانستان د تاریخ لیکنې بنسټګر وباله او زیاته یې کړه، چې ښاغلي کاکړ په پښتو ژبه کې د تاریخي ـ علمي مفاهیمو په رامنځ ته کولو کې ځانګړې ونډه لري.
په ورته وخت کې شاعر او لیکوال عبدالغفور لیوال په دغو مراسمو کې وویل، چې د کاکړ په تاریخي بنسټ کې به د افغانستان د تاریخ پوهانو د آثارو د تنظیم او بیا چاپولو سربیره په ملي ژبو د افغانستان په اړه د نړۍ د مهمو کتابونو ژباړې هم وشي.
یاده دي وي چې پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ عیسوي کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ په ولسوالۍ کې زیږیدلی و او په ٢٠١٧ کال د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې وفات او په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شو .