fbpx

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر کابل ته راغلی

راپورونه وايي چې، د روغتیا د نړیوال سازمان مشر پرون کابل ته راغلی دي.
د معلوماتو په اشاش د یاد سازمان مشر به نن یکشنبه د افغانستان له ولسمشر سره ګوري او د پولیو په څېر د خطرناک ویروس سره د مبارزې په څېر پر مهمو مسئلو خبرې ورسره کوي.
دا په داسې حال کې  ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز ادعا کړې چې په سلو کې نوي ولسوالۍ د پولیو یا د کوچنیانو د فلج له ویروسه پاکې شوې دي.
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان وویلي وو، چې افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ وروستي درې هېوادونه دي چې د پولیو یا د کوچنیانو د فلج ویروس په کې فعال دی.
د دې سازمان په حواله، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د ویروس له امله د کوچنیانو د فلج ۲۱ پېښې ثبت شوې وې او دا ویروس وژونکی دی.
تیره ورځ افغان ولسمشر غني پر ولسي انسجام او د پولیو د لمنځه وړلو کمپاین د شېوو پر تغیر ټینګار وکړ.
ښاغلي غني پر ولسي انسجام او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو کمپاین په زیاتوالي،  د شېوو پر بدلون او ټول شموله کېدو ټینګار وکړ.
یاده دې وي چې یوه اونۍ مخکې  د فراه ولایت سمیه ایز چارواکي د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسینسره د طالبانو د همکارۍ خبر ورکړی وو.
Loading...