fbpx

طالبانو له برمته شویو ۲۵ کسانو څخه یو تن وژلی

 وسله والو طالبانو له برمته شویو ۲۵ کسانو څخه یو تن وژلی، ۱۹ تنه یې خوشي کړي او پنځه لا هم ورسره برمته دي

د فراه د ولایت شورا یو غړي خیرمحمد نورزي ویلي طالبانو پرون  د فراه ښار پنځه کیلومترۍ کې له باغ پل سیمې ۲۵ تنه تښتولي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو یو دولتي مامور وژلی او د پاتې نورو کسانو د خوشي کېدو هڅې د قومي مشرانو له خوا روانې دي.

په ورته وخت کې سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو له برمته شویو کسانو ۱۹ تنه خوشي کړي او پنځه لا هم ورسره برمته دي.

د فراه والي هم د یوه تن د وژل کېدو پخلی کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

Loading...