fbpx

کندهار او هلمند ولایتونوکې ۱۰ وسله وال وژل شوي

کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت ویلي افغان ځواکونو په شاه ولي کوت ولسوالۍ کې عملیات کول، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل.
سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ۶۰۱ لویې لارې کنډک پولیسو پنځو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
دکورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د هلمند ولایت په ۶۰۱ لویې لارې اړوند صوفه او سرای اړوند سیمو پوستو برید وکړي
چې د پولیسو له چټک غبرګون سره مخ کېږي او له امله یې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت د لویې لارې اړوند سیمو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شول او د تلاشۍ او تصفیې په برخه کې دوه کیلو مټره پرمختګ راغلی دی.
طالبانو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی