fbpx

سعودي کې د ښځو طلاق په اړه نوی قانون جوړیږي

رسنۍ خبر ورکوي چې په سعودي عربستان د نوي قانون پرسر چې د یوه لنډ تایید پیغام استولو له لارې ښځې د هغوی د طلاق د حکم په اړه خبرې کړي.
چاراوکي وايي چې په پام کې ده چې دا قانون په دې هېواد کې د ‘غیابي او پټ طلاق’ پرسر بحث ته پای ورکړي.
د دې قانون په اړه نن محکمه د یوه لنډ‌ ټیلیفوني پیغام په استولو سره خپله پرېکړه زوجینو ته واوروي.
دا قانون ښځو ته د هغوی د مهر او نفقې په څېر د حقونو ورکولو کې مرسته کوي او په سعودي عربستان کې وکیلانې وايي ددې قانون په پلي کېدو سره به هغې پدیدې ته د پای ټکی کېږدي چې سړو بهد ښځو له اجازې پرته هغوی ته طلاق ورکاوه.‌
سعودي عربستان تېر کال هم د ځینو قوانینو په تصویبولو سره ښځو ته ټولنیزه ازادي ورکړه،‌ چې د ګاډي چلولو او د ښځو قضاء هم پکې راځي.
پر دې سربېره،‌ لاهم سعودي عربستان یو نرواکی هېواد ګڼل کېږي.